IQNA

د روهنګیا کډوالو په زوره بېرته لېږلو په اړه د یونیسیف اندېښنه

8:54 - November 21, 2018
د خبر لمبر: 3481684
نړیواله ډله: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسیف) د بنګلادېش نه د روهنیګیا مسلمانانو کډوالو په زور بېرته لېږلو خبرونو خپرولو په اړه د سختې اندېښنې اظهار کړي.
د ایکنا راپور له مخې، د آراکان خبرونو نه په نقل، کریستوف بولیراک د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسیف) ویاند په سوئیس «ژنو» کښې د ملګرې ملتونو سازمان په مطبوعاتي کنفرانس کښې وویل: له بنګلادېش نه میانمار ته د روهینګیا کډوالو په زوره بېرته لېږلو په اړه ډېر خبرونه مونږ ته رسېدلې دې او یونیسیف د دغه پروګرام پر ماشومانو باندې اثر په اړه ډېر انديښمن دې.
هغه دې بیان سره چې د یونیسیف کارکوونکې د بنګلادېش د کاکس بازار په سیمه کښې د راخین مسلمانانو کډوالو له اړخه د دغه پروګرام چې هغوي په زوره میانمار ته ولېږي په خلاف د مظاهرو او اعتراض شاهد دی. وویل: د کډوالو کمپ چارواکو ټینګار کړې چې د بېرته تللو عملیات به په خوښه ترسره کېږي او هغوي به له هر قسمه زور مخنیوې کوې.
بولیراک په ادامه کښې وویل: د یونیسیف غیر رسمي سروي په مطابق د کاکس بازار په کمپ کښې د روهینګیا زیات کډوال د خپل امنیت له سببه بېرته میانمار تللو سره مخالفت کوې.
هغه په اخیره کښې د بنګلادېش او میانمار دواړه حکومتونو نه غوښتنه وکړه چې د روهینګیا مسلمانانو د انساني حقوقو احترام وکړي.
د میانمار حکومت د اتبار په ورځ(۲۰ ابان) باندې اعلان کړې چې د میانمار کډوالو لومړۍ ډله به د زیارت په ورځ(۲۴ آبان) باندې دغه هیواد ته بېرته را ستنېږي، خو ولی دا عملیات د کډوالو له اړخه د هیڅ یو کس بېرته تللو غوښتنې نه کولو سره نا کام شو.
http://iqna.ir/fa/news/3764888
captcha