IQNA

23:25 - December 08, 2018
د خبر لمبر: 3481738
نړیواله ډله: د پروان ولايت د پوليسو د قوماندانۍ وياند د دغه ولايت په بګرام کښې په ترټولو سترې امريکائي فوځي اډې باندې د راکټي حملې خبر ورکړ.
د ایکنا راپور له مخې، د فارس خبري اژانس د رپوټ له مخې عبدالسلام نوري وويل دغه راکټي حمله بېګا شوې ده خو هيڅ سرتاوانونه يې نه دي لرلي.دا په داسې حال کښې دي چې د طالب ډلې وياند ذبيح ا... مجاهد  د دغې حملې د ذمه وارۍ په قبلولو سره وويل د دغې حملې له کبله په بګرام کښې د امريکې فوځي اډې ته زيات زيانونه رسېدلي دي.
د بګرام په امريکائي فوځي اډې باندې د طالب ډلې راکټي حملې په دې وروستيو مياشتو کښې په بې مخينې توګه زياتې شوې دي، خو امريکائي قوماندانان او افغان چارواکي د دغو حملو له کبله د سر او مال د تاوانونو د شمېرنو په اړه د نظر له څرګندونو ډډه کوي.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i78771
د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر: