IQNA

د بحرین جوماتونو نه د ۱۸ بنګالي کار کوونکو ویستل

22:19 - December 18, 2018
د خبر لمبر: 3481778
نړیواله ډله: د بحرین رسنیو د دغه هیواد له جوماتونو نه بحرین د اهل سنت اوقاف ادارې له اړخه د ۱۸ کار کوونکو ویستلو خبر ورکړې.
د ایکنا راپور له مخې، د مراة البحرین خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د بحرین خبرونو سرچینو اعلان کړې: د بحرین المحرق ښار د«بند شوې» جومات د امام له قتل چې د دغه جومات د بنګلادېشي مؤذن له اړخه شوې ۱۸ بنګالي د دغه هیواد د جوماتونو نه ویستلی شوې دې.
د دې راپور پر اساس، د شهر المحرق ښار د بند شوې جومات امام شیخ عبدالجلیل الزیادی د دې کال د مرداد په میاشته کښې د یو بنګالي مؤذن له لاسه قتل شوې وو او د هغه بدن یی ټوټې ټوټې کړې وو.
په بحرین کښې د بنګلادېش سفیر مؤمن رحمان هم په دې اړه څرګنده کړه: په بحرین کښې ۱۸ بنګالي کار کوونکې له کار نه لرې کړې شو او له هغې غوښتنه شوې چې له دغه هیواد خارج شي.
هغه زیاته کړه: د بحرین چارواکو نورو ۱۰ کسانو ته هم ګواښ ورکړې او له هغې یی غوښتنه کړې چې د دې اونۍ تر پایی پورې له دغه هیواد نه وځې.
http://iqna.ir/fa/news/3772722
captcha