IQNA

په اردن کښې د اشارې په ژبه کښې د قرآن کریم تفسیر + انځور

10:21 - December 23, 2018
د خبر لمبر: 3481793
نړیواله ډله: د اشارې په ژبه کښې د قرآن کریم د تفسیر وېشلو مراسم د اردن الکرک ولایت والي مرستیال ماهر اخوارشیده په شتون کښې د «له قرآن نه محافظت» ټولنې په همت سره په دغه هیواد کښې پیل شو.
د ایکنا راپور له مخې، د factjo.com خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، شیخ سطام معایطه په اردن کښې د «له قرآن نه محافظت» ټولنې مشر په دې اړه وویل: زمونږ یوه مهمه وظیفه له قرآن کریم نه حفاظت دی او متوجه یو چې د خلکو یوه ډله د الله د کتاب له آیتونو اورېدو او لوست نه محرومه ده، نو ځکه مو ځان واجب ګڼلې چې د دغه خلکو خدمت وکړو.
هغه دې بیان سره چې د قرآن کریم د ۱۰ نسخو تفسیر د اشارې په ژبه د کویت اسلامی خیریه نړیواله شورا له اړخه ډالۍ اخیستلې، وویل: د دې تفسیر د هرې یوې نسخې لګښت ۱۵۰ نه زیات دینار دی.
معایطه په ادامه کښې زیاته کړه: هغه کس چې د اورېدو له نعمت نه محروم دی هغه وخت چې د قرآن مریم د سورتونو له یو سورت تفسیر مشاهده کړې نو په ژړا شي.
د الکرک ولایت ووالي مرستیال ماهر اخو ارشیدة، هم په دغه مراسمو کښې له والي او د اردن له قرآن نه محافظت ټولنې او د هغوي له اړخه د وحي د کلام د حفاظت لپاره ترسره کړې فعالیتونو په اړه مننه وکړه.
د دې مراسمو په پایی کښې چې د یو شمېر کڼو او د مور پلار په شتون کښې پيل شو، یو شمېر نسخې له دغه تفسیرونو له ماهر اخوارشیدة د الکرک ولایت والي مرستیال له اړخه کڼو کسانو ته ډالي شو.
http://iqna.ir/fa/news/3773791
captcha