IQNA

21:42 - December 23, 2018
د خبر لمبر: 3481799
نړیواله ډله: دطالبانو له دغو دوو (۲) نیول شویو قومندانانو وسلې او چاودیدونکی مواد کشف او ضبط شوی دی.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان پولیسو وویل چې د سیند صوبې په مرکز کراچۍ ښار کښې یې په یو لړ عملیاتو کښې د طالبانو د ملافضل الله ډلې دوه(۲) قومندانان چې رحمت علی شاه او صابر شاه نومیږی نیولی دی .رحمت علی شاه دپاکستان دخیبر پښتونخوا صوبې په بنو سیمه کښې دپولیسو مرکز ته نږدې په بم چاودنې تورن دی او صابر شاه هم د کراچۍ په لویدیځ کښې د طالبانو دعملیاتو مسولیت پرغاړه درلودلی دی .
صابر شاه د کراچۍ ښار د پاکونې لپاره د امنیتی ځواکونو له عملیاتو وروسته افغانستان ته تښتیدلی وو .
دطالبانو له دغو دوو (۲) نیول شویو قومندانانو وسلې او چاودیدونکی مواد کشف او ضبط شوی دی .
http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i79124
د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر: