IQNA

له فلسطینه ملاتړ داسلامی ایران یو اساسی سیاست دی

21:46 - December 23, 2018
د خبر لمبر: 3481800
نړیواله ډله: محمود الزهار هم ددې خبرې په کولو سره چې اسلامی ایران له فلسطینه، حقیقی ملاتړ کوی ، هیله ښودلې،دصهونزم پروژه،دفلسطین د ولس په مقاومت او داسلامی نړۍ په ملاتړ سره زر تر زره پای ته ورسیږی .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، دایران داسلامی جمهوریت  خارجه وزیر  محمد جواد ظریف  نن  په تهران کې د فلسطین دکورواکه  تشکیلاتو دبهرنی سیاست د  کمیشن   له مشر  او ورسره پلاوی سره په کتنې کې  په دې خبرې  سره چې  اسلامی نړۍ  باید   له اختلافاتو سره سره ، دفلسطین  له موضوع  بشپړ ملاتړ  وکړی څو  د ناسمو استفادو مخه  ونیول شی زیاته کړې ، له بده مرغه نن سبا  داسلامی نړۍ له  داخله    له مقاومت سره  سخت چلند کیږی . دایران خارجه وزیر هیله ښودلې،ځینی اسلامی حکومتونه  دې،چې د امریکا او صهونیسټ رژیم  ملاتړ سره زړونه  تړلی دی ، بیرته   اسلامی نړۍ ته راوګرځی  او پوه دې شی ،چې صهونیسټان  د هیچا لپاره ډاډمن  شریک او دوست نشی کیدلی .
 دایران خارجه وزیر  همداراز  دفلسطین دپارلیمان  د ړنګیدا  په اعلان   په افسوس کولو سره  دا،  د ډیموکراټیکو اصولو  په خلاف  او  دصهونیسټانو د ناوړه استفادې  لامل بللی او   دمقاومت په چورلیزتوب سره ئې دفلسطین دملت  دوحدت په ضرورت ټینګار کړی دی .
 محمود الزهار هم د دې خبرې په کولو سره چې اسلامی ایران له فلسطینه، حقیقی ملاتړ کوی، هیله ښودلې،دصهونزم پروژه،دفلسطین  د ولس په مقاومت او د اسلامی نړۍ په ملاتړ سره زر تر زره پای ته ورسیږی . 
 دفلسطین په پارلیمان کې دمقاومت دفریکشن  مشر  همداراز د فلسطین د کور واکه تشکیلاتو د مشر  محمود عباس  په وسیله  د فلسطین د پارلیمان  ړنګولو اعلان ته په  اشارې سره  ووئیل ،  دفلسطین پارلیمان  په قانونی توګه  ټاکل شوی او باید خپل پړاؤ پای ته ورسوی .
 همداراز د ایران داسلامی جمهوریت د  ملی امنتی د لوړې شورا منشی علی شمخانی هم له محمودالزهار سره  په کتنې کې   دفلسطین له آئیډیال  او  دقدس  له آزادولو   ملاتړ  داسلامی نړۍ یو خورا مهم لومړیتوب  اعلان کړ  او  له فلسطینی ملته ئې داسلامی ایران  پر بشپړ ملاتړ یو ځل بیا ټینګار وکړ.
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i79146
captcha