IQNA

21:52 - December 23, 2018
د خبر لمبر: 3481803
نړیواله ډله: دافغانستان د ملی امنیت پخوانی سلاکار حنیف اتمر ،پخوانی خارجه وزیر زلمی رسول ، د ملی امنیت پخوانی مشر رحمت ا... نبیل،جمعیت اسلامی ګوند مرستیال احمد ولی مسعود،دکورنیو چارو پخوانی وزیر نورالحق علومی هغه پخوانی حکومتی چارواکی دی،چې د ولسمشرۍد انتخاباتو لپاره ئې نومونه ثبت کړی دی 
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، دافغانستان د  انتخاباتو د  خپلواکه کمیشن  مرستیال ویندوی عبدالعزیز ابراهیمی  نن په یولړ څرګندونو کې ووئیل ،   دافغانستان د  ولسمشرۍ د  راتلونکو اتنخاباتو لپاره  دنامو لیکلو په  هماغه لومړنۍ ورځې  د حکومت د مخکینیو یو شمیر چارواکو پشمول  ۲۲ کسان  کاندید شوی دی .
 راپور ښئ  ابراهیمی وئیلی دی ، دافغانستان د ملی امنیت  پخوانی سلاکار  حنیف اتمر  ، پخوانی خارجه وزیر زلمی رسول ،  دملی امنیت پخوانی مشر رحمت ا... نبیل ،  جمعیت اسلامی  ګوند  مرستیال احمد ولی مسعود،  دکورنیو چارو پخوانی وزیر نورالحق علومی  هغه پخوانی حکومتی چارواکی دی ، چې  د ولسمشرۍ دانتخاباتو  لپاره ئې  نومونه ثبت کړی دی .د افغانستان ولسمشر اشرف غنی او د دغه هیواد دملی وحدت حکومت اجرائی  مشر عبدا....عبدا...هم  له دې مخکې کاندیدیدو  ته  تیار شوی  دی .
 د افغانستان  د  انتخاباتی   قواعدو په اساس  د دغه هیواد  ولسمشرۍ د ا نتخاباتو  د کاندیدانو دنامو دثبتولو  بهیر ، چې له پرونه  پیل شوی ،تر دولسو ورځو پورې به دوام وکړی   او دجنورۍ تر اتمې نیټې پورې به  د افغانستان  د ولسمشرۍ  د انتخاباتو دکاندیدانو  لومړنۍ  لیسټ هم  اعلان شی .
ټاکل شوې ده د افغانستان د ولسمشرۍ راتلونکی انتخابات  دراتلونکی کال داپریل په شلمه نیټه ترسره شی .
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i79147
د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر: