د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، دافغانستان د انتخاباتو د خپلواکه کمیشن مرستیال ویندوی عبدالعزیز ابراهیمی نن په یولړ څرګندونو کې ووئیل ، دافغانستان د ولسمشرۍ د راتلونکو اتنخاباتو لپاره دنامو لیکلو په هماغه لومړنۍ ورځې د حکومت د مخکینیو یو شمیر چارواکو پشمول ۲۲ کسان کاندید شوی دی .
راپور ښئ ابراهیمی وئیلی دی ، دافغانستان د ملی امنیت پخوانی سلاکار حنیف اتمر ، پخوانی خارجه وزیر زلمی رسول ، دملی امنیت پخوانی مشر رحمت ا... نبیل ، جمعیت اسلامی ګوند مرستیال احمد ولی مسعود، دکورنیو چارو پخوانی وزیر نورالحق علومی هغه پخوانی حکومتی چارواکی دی ، چې د ولسمشرۍ دانتخاباتو لپاره ئې نومونه ثبت کړی دی .د افغانستان ولسمشر اشرف غنی او د دغه هیواد دملی وحدت حکومت اجرائی مشر عبدا....عبدا...هم له دې مخکې کاندیدیدو ته تیار شوی دی .
د افغانستان د انتخاباتی قواعدو په اساس د دغه هیواد ولسمشرۍ د ا نتخاباتو د کاندیدانو دنامو دثبتولو بهیر ، چې له پرونه پیل شوی ،تر دولسو ورځو پورې به دوام وکړی او دجنورۍ تر اتمې نیټې پورې به د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو دکاندیدانو لومړنۍ لیسټ هم اعلان شی .
ټاکل شوې ده د افغانستان د ولسمشرۍ راتلونکی انتخابات دراتلونکی کال داپریل په شلمه نیټه ترسره شی .
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i79147