IQNA

په غزني کې سلګونو کسانو د سولې په تړاو لاریون وکړ

13:06 - January 26, 2019
د خبر لمبر: 3481884
نړیواله ډله: د جمعې په ورځ په غزني کې د سولې د ولسي حرکت له لوري د سولې د غوښتنې په هدف یو لاریون ترسره شو.
د ایکنا راپور له مخې، د ازادی راډیو نه په نقل، په دغه لاریون کې د علماوو کرامو، قومي مشرانو، مخورو، د مدني ټولنو استازو او ځوانانو ترڅنګ، سلګونو ولسي خلکو ګډون کړی و او د سولې په اړه یې شعارونه ورکول.
لاریون د جمعې له لمانځه وروسته د غزني ښار د ختم المرسلین له جامج جوماته پیل او د ښار پر بېلابېلو واټونو یې مارش وګړ او د ځايي خلکو ترڅنګ له کابله د سولې ولسي حرکت راغلو ځینو برخه والو یې ویناوې وکړې.
د سولې ولسي حرکت یو غړي فرهاد عادل په خپله وینا کې په جګړه کې د ښکېلو لورو ترڅنګ پر نړیوالو هم غږ وکړ چې نور دې په افغانستان د جګړې اور ته له لمن وهلو لاس واخلي.
دوی په جګړه کې له ټولو ښکېلو لورو په ټینګه غوښتنه کوي چې نور دې افغانان ژوند کولو ته پرېږدي.دوی وایي، تر هغو به د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې خپلو لاریونو ته دوام ورکوي چې تر څو پورې یې غوښتنې منل شوي نه وي.
دا په داسې حال کې ده چې د سولې د ولسي حرکت د غړو په وینا، د جمعې په ورځ د غزني ترڅنګ په فراه او هرات ولایتونو کې هم د دوی د حرکت له لوري لاریونونه ترسره شول.
captcha