IQNA

بامیانو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ننګه لاریون

22:00 - February 16, 2019
د خبر لمبر: 3481959
نړیواله ډله: بامیانو ولایت کې لسګونه ځوانان او پېغلو نن د یو پراخ لاریون په ترڅ کې له پښتون ژغورنې غورځنګ خپل ملاتړ اعلان کړ.
د ایکنا راپور له مخې، د محور خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، بامیانو ولایت کې لسګونه ځوانان او پېغلو نن د یو پراخ لاریون په ترڅ کې له پښتون ژغورنې غورځنګ خپل ملاتړ اعلان کړ. لاریون کوونکو د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه د ولسمشر محمد اشرف غني د وروستي دریځ او ټویټ ننګه کړې ده او له نورو لوړ پوړو چارواکو يې غوښتي چې له  دغه غورځنګ خپل ملاتړ اعلان کړي.
 هغوی په خیبر پښتونخوا، شمالي وزیرستان او بلوچستان کې د پنجابي ځواکونو لخوا  پر پښتنو ظلمونه وغندل او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې پر پاکستان فشار راوړي څو د ترهګر له ملاتړ او د یاد غورځنګ له ځپلو جدي لاس په سر شي.
 هغوی پاکستان په سیمه کې د سرطان دانه یاده کړه او ټینګار يې  وکړ چې دغه هېواد د افغانستان سربېره په سیمه او نړۍ کې له تروریزم ملاتړ کوي او ترهګر سمبالوي.
 بامیاني ځوانانو کوزه پښتونخوا کې د حق غوښتنې په هدف د پښتون ژغورنې غورځنګ مبارزه او لاریونونه سپېڅلي او مسلم یاد کړ.
 بامیاني ځوانانو د هېواد په نورو اوسېدونکو هم په زغرده غږ وکړ چې کوزه پښتونخوا کې دې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ننګه واټونو ته راووځي.
 د پښتون ژغورنې غورځنګ د پنجاب حکومت ته اوس مهال په لوی سر خوږي اوښتی دی.
 ولسمشر غني دا دویم ځل دی چې هلته د مېشتو پښتنو په ننګه غږ پورته کوي چې په نړیواله کچه د افغانانو له تود هرکلي سره مخ دی.
 له ولسمشر وروسته د کورنیو چارو مخکېني وزیر امرالله صالح هم وویل چې پاکستان دې د پښتنو له ځپلو لاس واخلي.
 یوازې بامیان نه دی، کابل، پکتیا، پکتیکا، هرات، کندز، بلخ، هلمند، کندهار، لوګر، میدان وردګ او ګڼو نورو ولایتونو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ننګه ستر لاریونونه وشول چې د پاکستان حکومت یې په و کې وغنده.
captcha