IQNA

په ملګروملتونو کښې د وینزویلا پرضد دامریکا ناکامۍ

22:21 - March 02, 2019
د خبر لمبر: 3481984
نړیواله ډله: نه یوازې روسیې او چین بلکې دنړۍ ډیرو نوروهیوادونو هم په وینزویلا کښې پوځي لاسوهنه رد کړي ده .
د ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو نه په نقل، د ملګروملتونو د امنیت شورا په غونډې کښې د وینزویلا (Venezuela)پرضد د امریکا هڅې یوځل بیا له ماتی سره مخ شوې او واشنګټن ونه توانید دخپل وړاندیزی پریکړه لیک مسوده چې په وینزویلا کښې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ترسره کیدا خبره لیکل شوی وه تصویب کاندی .د خپل وړاندیزې پریکړه لیک په تصویبیدا کښې دامریکا ماتی په داسې حال کښې ده چې واشنګټن او دهغه داخلی او سیمه ییز متحدان مودې مودې کیږی چې د کودتا، د ګواښ ، د بایکاټ او ددباو  له بیلابیلو اوزارونو په استفادې سره د وینزویلا د کیڼ پال ولسمشر نیکولس مادورو (Nicolas Maduro)د څنګ ته کولو هڅه کوی .
د وینزویلا پرضد د خپلو ستراتیژیو په اجرا کښې د امریکا له هڅو سره سره ولسمشر نیکولس مادورو د خپل هیواد د خلکو په ملاتړ او د پوځ په وفادارۍ سره توانیدلی دی خپلې قانونی ولسمشرۍ ته دوام ورکړی .
له دې سره سره دامریکا او دهغې د متحدانو هڅې دوام لری .
امریکا په یوه (۱)ترټولو نوی اقدام کښې د یوه پریکړه لیک مسوده د ملګروملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړه  چې په وینزویلا کښې د وارمخکې انتخاباتو د ترسره کیدا غوښتنه شوی ده .
روسیې  او چین د امریکا دغه غوښتنه ویټو (veto)کړی ده .
په ملګروملتونو کښې د روسیې دائمی استازی واسیلی نبنزیا (Vassily Nebenzia) دامنیت شورا په غونډې کښې په وینا کښې ډاګینه کړه د هیوادونو په کورنیو چارو کښې نه لاسوهنه په نړۍ کښې ترټولو لومړنۍ پیژندل شوی چاره ده خو واشنګټن هڅه کوی په وینزویلا کښې تاوتریخوالی زیات کړی او په دغه هیواد کښې د رژیم (حکومت ) دبدلولوسناریو(scenario) اجرا کړی .
امریکا په داسې حال کښې په وینزویلا کښې د وارمخکې انتخاباتو د ترسره کیدا غوښتنه کړی ده چې ولسمشر نیکولس مادورو د هیواد دخلکو د رایو پراساس او د ۲۰۱۸ میلادی کال د می دمیاشتې په انتخاباتو کښې د کابو اته شپیتو(۶۸) فیصدو رایو په ترلاسه کولو سره ددغه هیواد قانونی ولسمشر دی .
په حقیقت کښې دامریکا چارواکی هڅه کوی د وینزویلا د انتخاباتو په غیر قانونی ښودلو او له ښاغلی خوان ګوایډو (JuanGuaido)په ملاتړ کولو سره دامریکا د ګټو په لړ کښې دیوه لاسپوڅی حکومت واک ته د رسولو لاره هواره کړی .
نه یوازې روسیې او چین بلکې دنړۍ ډیرو نوروهیوادونو هم په وینزویلا کښې پوځی لاسوهنه رد کړی ده او په داخل کښې له سوله ایزو سیاسی لارو او خبرو اترو د وینزویلا د سیاسی کړکیچ دحل غوښتونکی دی .
هغه څه چې په نړیوال نظام کښې  دنړۍ د ډیرو هیوادونو لپاره مهم دی په نورو هیوادونو دخپلو یواړخیزه سیاستونو د تپلو لپاره دامریکا دهڅو مخه نیول دی .
دنړۍ دډیرو هیوادونو دچارواکو له نظره د څو قطبی اصولو پراساس د نوی نړیوال نظام بڼه خپلول ، د نړیوالو قواننیو برترۍ او له یواړخیزه محدود کونکو لارو چارو او بایکاټونو استفاده نه  کول ځانګړی اهمیت لری چې باید درنښت یې وشی .
په دې لړ کښې داسې ښکاری اوس وخت رارسیدلی دی چې د ملګروملتونو دامنیت شورا په شمول نړیوالې ټولنې د کارنده سیاستونو او د روښانه دریځونوپه  غوره کولو سره د وینزویلا پرضد د واشنګټن دلاسوهونکو سیاستونو لاره بنده کړی او د هیوادونو له ملی واکمنۍ، ثبات او خپلواکۍ په ملاتړ کښې ګام پورته کړی .
http://parstoday.com/ps/news/world-i80655
captcha