
د ایکنا راپور له مخې، د محور خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي: هغه کسان چې د هند ــ پاکستان جګړه کې د پاکستان خلاف شعارونه ورکوي، سېکولر او بې شعوره دي.حکمتیار ویلي: افغانان باید د هند ـ پاکستان جګړه کې بې طرفي غوره کړي، ځکه دا یې په ګټه ده. د حزب اسلامي مشر چې تل یې د افغانانو د غوښتنو خلاف د پاکستان په ننګه شعارونه ورکړي، تازه یې په یوه اعلامیه کې ویلي هند پښتون ژغورنې غورځنګ او ځینې نور تحریکونه د پاکستان خلاف کاروي.
نوموړي ټینګار کړی چې افغانستان ته دې څوک جګړې نه راستوي. هغه دا هم ویلي چې د هند او پاکستان جګړې به افغانستان وران کړي
http://www.mehwar.news/latestnews/حکمتیار-د-پاکستان-مخالفین-بې-شعوره-دي