IQNA

د واشنګټن په مظاهرو کښې د چین د مسلمانانو له حقوقو حمایت

7:12 - April 08, 2019
د خبر لمبر: 3482075
نړیواله ډله: په سلګونو کسانو په چین کښې د اویغور د مسلمانانو حقوقو نه سرغړونه باندې نیوکه وکړه او په واشنګټن ډي سي کښې مظاهرې ترسره کړې.

د ایکنا راپوره له مخې، له آناتولي؛ تېره ورځ، په امریکا کښې د واشنګټن په سلګونو کسانو د چین په سین کیانګ ولایت کښې د اویغور مسلمانانو حقوقو نه سرغړونه باندې نیوکه وکړه او مظاهرې یی ترسره کړې او د امریکا حکومت نه یی د پکن په خلاف عملي قدم اخیستلو غوښتنه وکړه.
مظاهره کوونکو همدارنګه د چین له حکومت نه غوښتنه وکړه چې د مسلمانانو ځپولو نه لاس واخلې.
عمر کنات د اویغورو د نړیوال کانګریس اجرایوي کمېټې مشر په دغه مراسمو کښې ګډون کوونکو نه مننې سره وویل: مونږ ټول په دغه غوښتنه کښې چې باید د چین د حکومت له اړخه په شرقي ترکستان  کښې د مسلمانانو حقوقو نه سرغړونه نه لاس واخلي سره ولاړ یو.
هغه زیاته کړه: د چین د حکومت چلند په چین کښې ‍د ویجاړې، ځورنې او د اویغورو او د نورو مسلمانانو د سخت مرګ  سبب ګرځې او اوس د عملي اقدام وخت رسېدلي.
همدارنګه دلکون عیسی د اویغورو د نړیوال کانګریس مشر هم په خپل تقریر کښې وویل: مونږ زامن او لوڼه یو چې توان نه لرو خپل مور پلار سره اړیکه ونیسو، زما مور(په چین کښې) په یو کمپ کښې مړه شوه. مونږ مور پلار یو چې زمونږ ماشومان د خپله پلارانه ځمکه باندې د ټولو دودو او کلتور باندې پوهنې نه محروم یو.
هغه زیاته کړه د امریکا حکومت باید د اروپا او د نورو حکومتونو سره همکارۍ باندې د چین د دغه غیر انساني اقداماتو مخنیوي لپاره هڅه وکړې.
۱۳ ملیونه اویغور مسلمانان د چین په سین کیانګ ولایت کښې ژوند کوې، په تېر سپټمبر میاشته کښې، د چین د حکومت بشري حقوقو څارونکې د اویغور د مسلمانانو د حقوقو نه سرغړونه په خلاف پروګرام ترسره کولو باندې تورن کړو.
د ملګرې ملتونو د سازمان د اعلان په رڼا کښې، تقریباْ یو ملیون کسان له اویغور، قزاق قومونه او ځنې نور اقلیتې قومونه د چین په سین کیانګ ولایت په کمپونو کښې اجباري مېشته کړې دې.
http://iqna.ir/fa/news/3801463
captcha