نړیواله ډله: زمونږ خبریال وایی دافغانستان د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل د« ملا برادر »په سرپرستۍ ددغه ډلې یو (۱) پلاوی پرون سهار د انډونیزیا له چارواکو سره دکتنې لپاره جاکارتا ته ورسید .

د ایکنا راپور له مخې، هغه وویل ټاکل شوی ده چې دافغانستان دطالبانو دغه پلاوی د انډونیزیا له حکومتی چارواکو سره د افغانستان د راتلونکی او دسولې په هکله وغږیږی .
انډونیزیا تیر کال په افغانستان کښې د جنګ دختمیدا او دسولې لپاره د حل لارې د موندلو په اړه د افغانستان د پاکستان او د انډونیزیا د دینی علماو د یوې (۱) غونډې کوربه وه .
د انډونیزیا په غونډې کښې له طالبانو غوښتنه شوی وه چې په افغانستان کښې جنګ پاې ته ورسوی او د کابل دحکومت دسولې بلنې ته مثبت ځواب ورکړی .