IQNA

مونږ د سولې په هغو ناستو کې ګډون نکوو، چې د افغانستان استازي په کې نه وي

2:13 - July 29, 2019
د خبر لمبر: 3482318
نړیواله ډله: په افغانستان کې د ایران سفیر ویلي، چې ایران به د سولې په هغو ناستو کې ګډون ونکړي، چې په کې د افغانستان استازي نه وي.
د ایکنا راپور له مخې، د آوا پښتو برخې خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، امریکایان وایي، ایران د افغانستان د سولې په بهیر کې د پرمختګ په وړاندې خنډ دی؛ خو ایران وایي، د سولې د پرمختګونو په اړه تر دې دمه جزییات خپاره شوي ندي او مونږ پرې قضاوت هم نه کوو؛ خو هر هغه بهیر، چې وکړای شي په افغانستان کې سوله راولي، مونږ یې ستر بری بولو.
د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د ایران سفیر له آریانا نیوز سره په ځانګړې مرکه کې دا هم څرګنده کړې، چې د افغان دولت وضعیت د بن له کنفرانس او ۲۰۰۱ کال را وروسته ډېر بدلون کړی؛ خو د سولې په ناستو کې د افغان دولت د استازي نشتوالی د پوښتنې وړ دی.
په افغانستان کې د ایران سفیر محمد رضا بهرامي له طالبانو سره د ایران د اړیکو په اړه وایي، غواړي له دې اړیکو څخه په افغانستان کې د ټیکاو لپاره کار واخلي.
ایران له طالبانو سره اړیکو ته پوله ټاکلې او وایي، له طالبانو سره هیڅ اړیکه نلري او اړیکې یې هم پټې ندي او له ټولو جزئیاتو افغان دولت خبر دی او غواړي له همدې اړیکو څخه د افغانستان د ټیکاو لپاره کار واخلي.
ایران، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو او د امریکا پوځي اډو ناراحته کړی، په دې اړه په څرګند ډول څه نه وایي؛ خو څرګندوي، چې په هیڅ مسلمان هېواد کې د بهرنیو ځواکونو شتون نه مني.
ایراني سفیر ویلي؛ په هغه سوله کې، چې په لومړي سر کې یې افغانان او افغان دولت ګټونکي وي، ایران به یې دوه یم ګټونکی وي. دا هغه بهیر دی، چې امریکا تر اوسه په کې ایران ته هیڅ رول ندی ورکړی.
https://www.avapress.com/ps/news/189058

captcha