IQNA

18:48 - October 19, 2019
د خبر لمبر: 3482449
نړیواله ډله: د افغانستان پخواني ولسمشر «حامد کرزی» وويل، په نمونځګزارو برید د بهرنیو کړیو او د صلحې او ثبات د دښمنانو کار دے.

د ایکنا راپور له مخې، د حامدکرزي له مطبوعاتي دفتر څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کښې راغلي دي « مخکښيني افغان ولسمشر حامد کرزی د ننگرهار د هسکې مېنې په یو جومات او د هرات په زاول ولسوالي کې چاودنې چې د گڼ شمېر هېوادوالو د شهادت او زخمي کېدو سبب شوې ټروریسټي کړنې او بشري ضده جنایت بولي او په کلکو ټکو یې غندي.»

اعلامیه زیاتوي «حامد کرزے دغه ظالمانه اعمال د پردیو کړیو او د افغانستان د صلحې او ثبات د دښمنانو کار بولي او له دغه ظلم او وحشت څخه د هېواد او خلقو د خلاصون لپاره یو ځل بیا په ټولو افغانانوغږ کوي چې په ملي ټغر سره راټول شي او د بین الافغاني مذاکراتو له لارې له هېواده د پردو د دسيسو لمن ټوله کړي.»

parstoday

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر: