IQNA

د روهینګیا مسلمانانو د بنګال په خلیج کې یوه جزیرې ته تللو سره موافقه وکړه

9:52 - October 23, 2019
د خبر لمبر: 3482462
نړیواله ډله: د روهینګیا مسلمانانو چې د بنګلادېش په کډوالو کیمپونو کښې مېشته دې د بنګال په خلیج کې یوې جزیرې ته تللو سره موافقه وکړه.
د ایکنا راپور له مخې، د بوابه الاهرام نه په نقل، د روهینګیا مسلمانانو په زرګونو کسانو چې د دې وخت د بنګلادېش په کډوالو کیمپونو کښې مېشته دې، د بنګال په خلیج کې یوې جزیرې ته تللو سره موافقه وکړه.
چارواکې باوري دې چې دا کار به د پولې کیمپونو باندې فشار چې تقرییا په هغې کښې تر یو ملیونه روهینګیا کډوال ژوند کوې کم کړي.
د بنګلادېش حکومت له تېر کاله دا نظر لري چې دا کسان یو جزیرې ته منتقل کړي. دغه جزیره تل د سیلاب خطر سره مخامخ ده او له بنګلادېش نه په کشتي کې تر یوې ګنټې لاره لري.
د بشري حقوقو ډلي وایي چې ممنکنه ده دغه جزیره د بارانونو په موسم کښې د سختو طوفانونو په وړاندې مقاومت زغم و نه لري.
په دغه کیمپ کښې مېشته مسلمانان سره د دې چې دغه جزیره ستونزې لرې، هغې ځې ته تللو سره موافقه کړې، ځکه چې د کډوالو په کیمپونو کښې آبادي ډېره ده او دغه کسان په دغه کیمپونو کښې د خوراک او ځای مشکلات لري.
یادښتونه د ۲۰۱۷ کال په اوړي کې بودایی وسله والو او د میانمار پوځ د روهینګیا مسلمانانو باندې په وحشي بریدونه کې هغې وژلي چې د راخین په ولایت کښې په زرګونو مسلمانان مړه شوې و او د ملګرو ملتونو سازمان د اعلان په نظر کې تقریبا تر یو ملیون کسان بنګلادېش ته کډوال شوې و.
https://iqna.ir/fa/news/3851229
captcha