IQNA

12:18 - October 25, 2019
د خبر لمبر: 3482464
نړیواله ډله: زمونږ خبریال وایی د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د فضل الرحمان ډلې مشر مولانا فضل الرحمان پرون د سیند صوبې په سکر(Sukkur) ښار کښې یوه(۱) خبری کانفرنس ته په وینا کښې د حکومتی مرکچی کمیټۍ ته چې ټاکل شوی ده نن د حکومت پرضد د مظاهرو په اړه له ده سره خبرې وکړی وویل کله چې نن تاسو له ما سره خبرې کوئ نو د لومړی وزیر عمران خان استعفا هم له ځان سره راوړئ.

د ایکنا راپور له مخې، مولانا فضل الرحمان وویل د پاکستان دحکومت پرضد  زمونږ مظاهرې چې ازادۍ مارچ یا لاریون نومول شوی دی د اکتوبر د میاشتې په یودیرشمه (۳۱) نیټه ترسره کیږی او  د دغه لاریون په نیټه کښې هیڅ بدلون نه دی راغلی .

هغه وویل د ازادۍ په نوم د لاریون د ځنډولو په هکله فیصله به یوازې رهبر  کمیټۍ(Rehbar Committee) وکړی او زیاته یې کړه زه په کامل ډول ډاډمن یم چې دغه لاریون به د خلکو په پراخ ګډون سره وشی .

د پاکستان دجمعیت علمای اسلام د فضل الرحمان څانګې مشر مولانا فضل الرحمان زیاته کړه حکومت د کشمیر خلک یوازې پریښودلی دی او بد کاره کسان په خپله د بدو کارونو په هکله شورماشور جوړوی .

مولانا فضل الرحمان زیاته کړه چې د پاکستان د ټولنې ټولې پرګنې به د ازادۍ په مارچ کښې ګډون وکړی او ټول سیاسی ګوندونه له مونږ سره د دغه حقیقت په هکله موافق دی د عمران خان حکومت چې په درغلیو سره واک ته رسیدلی دی نور اجازه نلری چې دوام وکړی .

د ویلو ده چې د پاکستان د حکومت پلاوی نن له مولانا فضل الرحمان سره د ازادۍ د لاریون د لغوه کولو په هکله خبرې کوی .

https://parstoday.com

 

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر: