IQNA

9:24 - October 28, 2019
د خبر لمبر: 3482470
نړیواله ډله: د افغانستان د انتخاباتو خپلواکه کمیسیون پرون وویل د ولسمشرۍ د ټولټاکنو په ورځ دوه ویشت زره او پینځه سوه اته تیا(۲۲۵۸۸) بایومیټرک دستګاوې کارول شوی وې چې د اته سوه اوه دیرشو(۸۳۷) دستګاوانو برخلیک او دهغوې اطلاعات معلوم نه دی .
د ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو پشتو برخې نه په نقل، د افغانستان د انتخاباتو خپلواکه کمیسیون تراوسه د ولسمشرۍ د ټولټاکنو د رایو په شمیرول کښې د ځنډ او دفنی مشکلاتو د رامینځته کیدا په علت د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نتیجو د اعلانولو وخت درې (۳) ځله ځنډولی  دی .دافغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو لومړۍ نتیجې چې ټاکل شوې وې د اکتوبر د میاشتې په نولسمه (۱۹) او ورپسې د اکتوبر د میاشتې په اتویشتمه (۲۸) نیټه اعلان شی  پرون د نوامبر دمیاشتې څوارلسمې(۱۴) نیټې ته وځنډول شوې .
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواکه کمیسیون مشرې میرمن «حوا علم نورستانی» پرون وویل د انتخاباتو کمیسیون باوری دی چې شفافیت باید د چټکۍ قربانی نشی .
https://parstoday.com/ps/news
د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر: