IQNA

22:23 - November 02, 2019
د خبر لمبر: 3482484
نړیواله ډله: امنیتي چارواکو ویلي، چې د شنبې پر ورځ( د لوم ۱۱) له غرمې مخکې نهه بجې د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنې ۹ ماشومان له خواږه ژونده بې برخې او یو بل ټپي شوی دی.
د ایکنا رابور له مخې، د آوا خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د تخار ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند خلیل اسیر ویلي، چې یاده پېښه د دې ولسوالۍ د طاهریانو په کلي کې هغه مهال رامنځته شوه، چې دغه ماشومان د ښوونځي پر لوري روان ول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دې ولسوالۍ د طاهریانو کلی د طالبانو تر واک لاندې سیمه ده.
ښاغلي اسیر زیاته کړې؛ له دغو زیانمنو ماشومانو څخه څلور یې د طالبانو د کورنیو دي.
تر دې دمه هیچا د پېښې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو تل د افغانستان په روان تاوتریخوالي کې د ملکي وګړیو پر ځاني زیانونو اندېښنه په ډاګه کړې او له ښکېلو خواوو یې غوښتي، چې په روانه جګړه کې له ملکي تلفاتو ډډه وکړي.  
دغه راز د دې ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې نن سهار د تخار- بدخشان پر لویه لار په کلفګان ولسوالۍ کې هم  یو مسافر وړونکی موتر له سړکه اوښتی، چې په کې ۳ کسان مړه او له ۳۰ ډېر ټپیان دي.
همدارنګه په بغلان ولایت کې دوه بېلابېلو چاودنو ۱۵ کسانو د ۳ امنیتي ځواکونو په ګډون ټپي شوي دي.
https://www.avapress.com/ps/news/194557/
د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر: