د ایکنا راپور له مخې، د اسلامي انقلاب معظم لارښود د دفتر ویبپاڼې نه په نقل، د اسلامي انقلاب معظم لارښود د ایران د دوه زره او پنځ سوه تولیدونکو، کار زیږونکو او اقتصادي فعالانو په کتنه کښې د کورني تولید په وسلې او ارادې باندې د انقلاب سنبالول د ستونزو درملنه وبلله او زیاته یې کړه: د موجودو مسائلو یوازنۍ حل لاره دا ده چې د کورني تولید د پياوړتیا او غوړیدا لاره په جدیت سره جاري وساتو او په صحیح پریکړو او ضروري اقداماتو سره خنډونه لرې کړو چې په دې لارې د تګ مثبت آثار له مخکښې ډیر لیدل کیږي.د اسلامي انقلاب ستر لارښود کورنۍ وړتیاوې نامحدودې وبللې او زیاته یې کړه: انشاء الله د هغو ظرفیتونو په کارولو سره چې یوازې یوه برخه یې کارول شوې او د اقتصادی فعالانو د کار په برکت به بندیزونه له ګواښ نه په فرصت بدل کړو.
حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي د خپلې وینا په پاې کښې د ایران ولس او د انقلاب دوستانو او هم دښمنانو ته په خطاب کښې ټینګار وکړ چې د ایران ولس د پوځي، امنیتي او سیاسي جنګ په ډګرونو کښې دښمن په شا تنبولی دی او د خدای تعالی په فضل به په اقتصادي جنګ کښې هم په پریکنده توګه ماتې ورکړو او د تولید د غوړیدا او اقتصادي پرمختګ په لاره کښې د روان خوځښت په دوام سره به خپل روښانه راتلونکي ته ورسیږو.
حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي په دغه کتنه کښې تولید کونکي د (کورني تولید، اقتصادي رونق او عمومي سوکالتیا د پراختیا) د مهم ډګر قومندانان او مخکښان وبلل او څرګنده یې کړه: دا ستر میدان د یو حقیقي جنګ ډګر دی.
معظم لارښود د هیوادونو او قدرتونو ترمینځ همیشني اقتصادي جنګ ته په اشارې سره زیاته کړه: البته د امریکې د اوسني ولسمشر په پړاؤ کښې دغه جنګ له چین، کوریا، اروپا او نورو سیمو سره څرګند شوی او پراخ شوی دی او د ایران په وړاندې یې د بندیزونو د لګولو له لارې یو بوږنونکی، له کینې ډک او په جنایت ککړ شکل خپل کړی دی.
همدارنګه د اسلامي انقلاب معظم لارښود د ملي پانګې او په اسلامي نظام کمښې د عامه سوکالتیا د پراختیا اهمیت او هم داشان له هیواده له بهره د هیلې او تمې نه لرلو ضرورت ته په اشارې سره ټینګار وکړ: کار او بنیادي تګلاره (د کورني تولید د پياوړتیا او رونق له لارې د بندیزونو له تاوانه د اقتصاد خوندي کول) دي او زه د دې کار ملاتړی یم او د هیواد د حقیقي پرمختګ د لارې بشپړه دفاع کوم.
https://iqna.ir/fa/news/3858253