د ایکنا راپور له مخې، د السومریه نیوز نه په نقل، د عراق د پارلمان غړو د دغه هیواد د اساسي قانون ۷۵ مادې د احکامو په رڼا کښې د عادل المهدي له ولسمشرۍ څخه د هغه استعفا قبول کړه.
د عراق د حکومت ویاند سعد الحدیثي څرګنده کړه چې عبدالمهدي د شنبه په ورځ خپل استعفا پارلمان ته وړاندې کړې وه.
د عراق پارلمان په یوه ځانګړې غونډه کښې د عادل المهدي د استعفا په اړه څېړني او د عراق په دوه ښارونو نجف او ذی قار کښې وروستیو شخړو او پېښو ته کتنه وکړه.
محمد الحلبوسي د عراق د پارلمان مشر په خپلو خبرونو کښې د عبدالمهدي د استعفا سره موافقې کولو په ترڅ کښې وویل چې ډېر زر به د عراق د نوې ولسمشر په اړه خبرې اترې وکړي.
https://iqna.ir/fa/news/3860951