IQNA

د اسلام پوهانو او ۴۰ ژباړونکو له اړخه په روسیي ژبه کښې د قرآن ژباړه

10:14 - December 02, 2019
د خبر لمبر: 3482555
نړیواله ډله: د تاتارستان د روحانیت اداري مشر د اسلام پوهانو او ۴۰ ژباړونکو له اړخه په روسیي ژبه کښې د قرآن کریم د ژباړي خبر ورکړ.

د ایکنا راپور له مخې، په روسیي کښې د ایران د کلتوري اداري نه په نقل، د تاتارستان د روحانیت اداري مشر کمیل سامیګوللین د باشقیرستان په پلارمینه اوفا کښې د ((د روسیې د ستراتیژیک لرلید - اسلامي نړۍ)) عنوان لاندې په کلنۍ غونډه کښې وویل: مونږ د قرآن رکریم د ژباړې لپاره ډیر فکر وکړ. ځکه چې په عربي او روسیي ژبو تسلط لرل او د تاریخ او شرعي مسئلو پوهه او د ژبپوهنه مسئلو څخه خبرتیا په یو کس کښې سره نه وو. نو هم له دې امله مونږ پر دې شو چې یو شمېر کارپوهان چې د قرآن کریم په روسيي ژبه کښې د ژباړي قدرت لري څخه دا کار واخلو.
هغه زیاته کړه: د اسلام پوهانو او ۴۰ ژباړونکو لټولو کار تر اووه کالو دوام لرلو. زه باوري یم چې د قرآن کریم دا ژباړه حقیقت ته نږدي، ډیر دقیق او له شک څخه لري ده.
هغه ټینګار وکړ: د دارنګه قرآني ژباړي ضرورت و، ځکه چې د روسيي ژبي موجوده ژباړې په په انفرادي ډول یا د ختیځ کارپوهانو یا د ارتدوکس روحانیانو له اړخه ترسره شوي دي.
https://iqna.ir/fa/news/3860971

captcha