د ایکنا راپور له مخې، امام حسن عسکري علیه السلام د ربیع الثاني میاشتې په ۸ تاریخ په مدینې منورې کښې زیږیدلی و او نن هم د شنبې ورځ د ۲۰۱۹ میلادی کال د دسمبر د میاشتې نولسمه(۱۹) او د ۱۴۴۱ هجری قمری کال د ربیع الثانی د میاشتې اتمه نیټه ده چې د حضرت امام حسن عسکری علیه السلام له نیمکرغې زوکړې سره سمون خوری .
د نړۍ د شیعه مسلمانانو یولسم(۱۱) امام حسن عسکری علیه السلام د قران کریم بې ساری تفسیرونکی و او د خپل د امامت په پړاو کښې یې د خلکو لپاره ددغه اسمانی کتاب د تفسیر سمه روده روښانه کړه او د امام مهدی علیه السلام د راتلو په زیری ورکولو سره یې مسلمانان د اسلام لوړو ایډیالونو ته رسیدا ته هیله من کړل .
حضرت امام حسن عسکری علیه السلام په ماشومتوب کښې د خپل پلار حضرت هادی علیه السلام د پوهې له سرچینې ګټه پورته کړه او د خپل پلار له شهادت وروسته یې په دوه ویشت (۲۲) کلنۍ کښې تر شپږو (۶) کلونو یعنی د شهادت تر وخت پورې یې د امامت دروند مسولیت پرغاړه واخیست .
د نړۍ دشیعه مسلمانانو د یولسم (۱۱)امام حضرت حسن عسکری علیه السلام د ژوند پړاو د معتز ، مهتدی او د معتمد په شان د عباسی خلفاو له حکومت سره هم مهاله وو ، پردې اساس دغه ستر امام د حکومت لخوا له محدودیت او ساډوبۍ سره سره په سمو روزنو او تدبیر سره د مسلمانانو پوهه او انسجام زیات کړ.