د ایکنا راپور له مخې، د المسله نه په نقل، د ذی قار ولایت میرمنو د چهار شنبه په ورځ دغه ولایت ته د امن او سولي بیرته راتللو له امله له قرآن کریم سره د انس مراسم ترسره کړل.
د ذی قار په ولایت کښې میشته امنیتي ځواکونو او قومي شیخانو سره له موافقي وروسته آرامښت او سوله دې ولایت ته بیرته راغلی دی.
د ذی قار ولایت د السهلان قوم مشر او شیخ عدنان السهلاني د دوشنبه په ورځ ویلې و چې د ولایت حالات د دغه ولایت د پولیسو مشر بدلیدو سره بیرته سم شوي دي او د امنیتي ځواکونو او مظاهري کونکو ترمینځه سوله او امن بیرته راستون شوی دی.
https://iqna.ir/fa/news/3861881