IQNA

بغداد کښې په شویو ډزو کښې یوشمیر مظاهره چیان وژل شوې دي

10:45 - December 07, 2019
د خبر لمبر: 3482565
نړیواله ډله: د عراق په پلازمینې بغداد کښې په مظاهره کونکو باندې د نامعلومو کسانو په ډزو کښې لږترلږه لس تنه وژل شوې دي.
د ایکنا راپور له مخې، له پارس ټو ډۍ نه په نقل، روسیا الیوم خبري چینل رپورټ ورکړی چې نامعلومو وسله والو پرون مازیګر د بغداد په مرکز کښې الخلاني نومې چوک کښې په عراقي مظاهره چیانو باندې ډزې وکړې چې له امله یې لس کسان مړه شوي او لسګونه تنه نور زخمي شوې دي.له بلې خوا د عراق د وسله والو ځواکونو د قومندانۍ ویاند عبدالکریم خلف د نامعلومو وسله والو هویت ته له اشارې پرته وویل چې اوس د هیواد امنیتي ځواکونه د بغداد په مرکز کښې حالات تر نظر لاندې لري.
په عین حال کښې عراقي مظاهره کونکو درې تنه نامعلوم وسله وال ژوندي نیولې دي.
https://parstoday.com/ps/news/middle_east-i86372
captcha