IQNA

ان بي سي تلويزون: ټرمپ راتلونکې اونۍ له افغانستانه د ۴۰۰۰ امريکايي عسکرو د ايستلو اعلان کوي

22:45 - December 15, 2019
د خبر لمبر: 3482589
نړیواله ډله: د امريکا «ان بي سي» تلويزون ويلي، ولسمشر ډونلډ ټرمپ راتلونکې اونۍ له افغانستانه د څلور زرو امريکايي عسکرو د ايستلو پرېکړه اعلانوي.
د ایکنا راپور له مخې، له افغان غږ خبري آژانس ویبپاڼې څخه په نقل، د رسمي شمېرو له مخې اوس مهال په افغانستان کې  ديارلس زره امريکايي عسکر پراته دي او د څلور زرو پوځيانو په وتلو به يې شمېر اتو زرو ته راښکته شي.
امريکا په داسې وخت کې د خپلو عسکرو د کمولو اعلان کوي، چې د افغانستان جګړې د پای ته رسولو لپاره د امريکا او طالبانو ترمنځ ځنډېدلي مذاکرات تېره اونۍ يو ځل بيا پيل شوي وو.
د افغانستان سولې لپاره د امريکا خاص استازي زلمي خلیلزاد له درې مياشتو ځنډ وروسته له طالبانو سره په قطر کې مذاکرات پيل کړل، له پنځو ورځو مسلسل ناستو وروسته په دغو خبرو کې د لنډې مودې لپاره دمه رامنځته شوې ده.
سرچينې وايي، زلمی خلیلزاد د پاکستان له سفر وروسته تېره شپه بېرته قطر ته رسېدلی او ښايي له طالبانو سره يو ځل بيا ناسته پيل کړي.
ان بي سي تلويزون د امريکايي چارواکو له قوله ليکلي، ټرمپ د خپلې ادارې سلاکارانو ته امر کړی، چې د ۲۰۲۰ کال نومبر ټاکنو پورې ټول امريکايي پوځيان له افغانستانه راوباسي.
د چارو څارونکي وايي، د ټرمپ له لوري د امريکايي عسکرو کمول به د سولې په برخه کې ګټور تمام شي او ورسره به د سولې چارو کې بې ساري پرمختګ وشي.
خو د فاکس نيوز خبري اژانس د سياسي چارو کارپوهې جوديت ميلر ويلي، ټرمپ دا هر څه د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د بریا لپاره کوي او له دې لارې غواړي خپله بهرنۍ تګلاره بريالۍ وښيي.
https://www.avapress.com/ps/news/198115
captcha