IQNA

ټوېټر: د سعودي حکومت د (رواني) جګړې زرګونه اکونټونه مو تړلي

10:53 - December 24, 2019
د خبر لمبر: 3482607
نړیواله ډله: د ټوېټر کمپنۍ وایي په سعودي عربستان کې زرګونه داسې ټوېټر اکونټونه فعالیت کوي چې حکومت یې د رواني جګړې لپاره کاروي
د ایکنا راپور له مخې، د سپوږمۍ راډیو له خبرونو ویبپانې څخه په نقل، ټوېټر کمپنۍ زرګونه داسې اکونټونه تړلي چې د سعودي عربستان حکومت د رواني جګړې لپاره کارول. د ټوېټر کمپنۍ وایي په سعودي عربستان کې زرګونه داسې ټوېټر اکونټونه فعالیت کوي چې حکومت یې د رواني جګړې لپاره کاروي او ځینې ځانګړې شبکې یې ملاتړ کوي. دغه کمپنۍ وایي په تازه اقدام کې یې شپږ زره دغه ډول اکونټونه تړلي دي چې دوی تر ډېره د حکومت په ملاتړ او یو اړخیز فعالیتونه لرل. ټوېټر دغه راز وایي په سعودي عربستان کې تر ۸۸ زره پورې داسې اکونټونه موجود دي چې د رواني جګړې لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي. د سعودي عربستان حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.
http://www.spogmairadio.af
captcha