IQNA

10:30 - December 30, 2019
د خبر لمبر: 3482612

په افغانستان کښې په روان ميلادي کال کښې لس خبريالان ووژل شول

نړیواله ډله: د افغانستان د ازادو رسنيو د ملاتړ کونکې ادارې نې مشر وويل، په روان ميلادي کار کښې په دغه هېواد کښې لس تنه خبريالان وژل شوي دي.

په افغانستان کښې په روان ميلادي کال کښې لس خبريالان ووژل شول
د ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو ویبپاڼې څخه په نقل، د ايرنا د رپوټ له مخې مجيب خلوتګر پرون په کابل کښې يو اخباري ناسته کښې وويل، په روان ميلادي کال کښې په خبريالانو د تشدد ۱۱۵ واقعات ثبت شوي دي.هغه زياته کړه، د خبريالانو وهل ټکول، د رسنيو مالي مشکلات او اطلاعاتو ته نه لاسرسائي ځينې هغه مهمې ستونزې دي چې په افغانستان کښې ورسره خبريالان مخامخ دي.
خلوتګر وويل، په تېر ۲۰۱۸ ميلادي کال کښې د رسنيو شل تنه کارکونکي وژل شوي وو خو دغه شمېر لسو ته راکم شوے دے.
تېر کال افغانستان د خبريالانو د امنيت لپاره ډېر بد هېواد ؤ چې پکښې شل تنه افغان خبريالان د ترهه ګريزو  حملو هدف ګرځېدلي  او وژل شوي دي.

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i86900
captcha