IQNA

له سردار سلیماني د فلیپین د بهرنیو چارو وزیر ستاینه

0:18 - January 06, 2020
د خبر لمبر: 3482639
نړیواله ډله: د فلیپین د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرونو کښې سردار سلیماني د تاریخ په اوږدو کښې د مقاومت یو ستر قوماندان وبللو او وې ویل: هغه د ژولیوس سزار له وخته تراوسه یو لوي قوماندان وو.
د ایکنا راپور له مخې، د اسلامي اړیکو او کلتور سازمان نه په نقل، د فلیپین د بهرنیو چارو وزیر تئودرو لوکسین د حاج قاسم سلیماني ایراني لوړ سردار چې په بغداد کښې د امریکا په هوایې برید کښې شهید شوې وو، ستاینه وکړه او هغه یې د ژولیوس سزار له وخته تر ټولو لوې قوماندان وبللو او وې ویل: ژولیوس سزار وروستو په یو دیکتاتور کښې بد شو، خو سردار سلیماني همداشان یو قوماندان پاتې شو.
هغه زیاته کړه: سلیماني د تاریخ په اوږدو کښې تر ټولو ستر قوماندان دې، تاسو نشو کولې چې هغه ته د جنګ په ډګر کښې ماتې ورکړی، په حقیقت کښې هغه د ژولیوس سزار له وخته ترټولو ستر قوماندان وو.
د فلیپین د بهرنیو چارو وزیر د ښمنانو په خلاف د ایران د قدس سپاه د قوماندان د مقابلې په دفاع کښې وویل: هغه د یو قوماندان په توګه باید د ایران دښمنان وژلې وې.
هغه له لویدیځوالو لخوا تعجب سره څرګنده کړه چې د سردار سلیماني له مقابلې څخه حیران دي وویل: زه بښنه غواړم، دا جنګ دی، د قوماندان وظیفه څه ده؟ د هغه وظیفه د دښمن وژل دي او البته دښمن هم باید د د قوماندان او سردار د وژلو په تکل کښې وي.
https://iqna.ir/fa/news/3869276
captcha