IQNA

په ځانګړو مراسمو کښې د ګازو نللیکه پرانیستل شوه

1:16 - January 10, 2020
د خبر لمبر: 3482663
مراسم د ترک جریان د پروژې په اړه د معلوماتي ویدیو سره پیل شوه.

د ایکنا راپور له مخې، د ارنا له ویبپاڼې څخه په نقل، د ترک جریان د ګازو نللیکو د پروژې د پرانیستو پدې مراسمو کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د سربستان ولسمشر الکساندر وچیچ او د بلغاریا لومړي وزیر بویکو بورسیف ګډون کړی وو.
مراسم د ترک جریان د پروژې په اړه د معلوماتي ویدیو سره پیل شوه.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په نوموړو مراسمو کې خپله وینا د روسیې د مقاماتو نه په مننې سره پیل کړه او وویل چې دا پروژه د روسیې سره په ګډه د ډیرو زیاتو زحماتو په نتیجه کې سرته رسیدلې ده. دا پروژه هم د دواړه اړخیزو اړیکو او هم په سیمه کې د تاریخي اهیمت نه برښمنده ده.
ولسمشر اردوغان وویل چې ددې پروژه ساختماني چارې د یو کال په څیر په یوه لنډه موده کې پایته ورسیدې او ددې پروژې سره به په کال کې ۳۱ عشاریه ۵ میلیارده متر مکعب ګاز ترکیې او اروپا ته انتقال شي. ولسمشر اردوغان وویل چې ددې نللیکو نه یوه په ځانګړې توګه یواځې او یواځې د کال ۱۵ عشاریه ۷۵ میلیارده متر مکعب ګاز ترکیې ته راانتقالوي چې په ترکیه کې د ۱۵ میلیونو کورونو کلنۍ اړتیاو به پوره کړي.
ولسمشر اردوغان وویل چې د روسیې سره د انرژۍ په برخه کې همکاري په نورو برخو کې د ځینو خنډونو سره سره په ډیر بریالیتوب سره وده کړې ده . همداشان د ترکیې او روسیې ترمنځه اقتصادي اړیکې په ډیره عالي کچه کې قرار لري.
ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه په سیمه کې د تشنج او شدت پلوي نده او هیڅکله يي نده کړې.
ولسمشر اردوغان وویل په ختیځه مدیترانه کې د ترکیې پرته هیڅ یوه پروژه بریالۍ کیدای نشي.
ولسمشر اردوغان د ایران او امریکا ترمنځه روان ترینګلتیا ته په اشارې سره وویل چې پداسې یو حساس وخت کې چې د جګړې د خطر زنګونه غږول شوي دي د ډیپلوماسۍ د کانالونو د کارولو سره ددې ترینګلتیا د کچې د راټیټولو هڅه کوو.
ولسمشر اردوغان وویل چې هیڅوک ددې حق نلري چې یواځې د خلکو شخصي ګټو په خاطر عراق او سیمه کې په لمبو کې وسوځوي.
ترکیه به د خپلو ټولو امکاناتو نه په استفادې سره سیمه د وینو او اوښکو په جهیل د بدلو مخه ونیسو. هیچا ته به اجازه ورنکړو چې دا سیمه د وینو په جهیل بدل کړي.
مونږ د ترکیې په صفت نه غواړو چې عراق، سوریه، لبنان او د خلیج سیمه د نبابتي جګړو په لمبو کې وسوځي.
همداشان د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین بیا به خپله وینا کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې د ترکیې او روسیې اړیکي د ټولو خنډونو سره سره په هره برخه کې د ودې په حال کې دي. زمونږ ترمنځه د همکارۍ کچه په هره برخه کې ډیره لوړه شوې ده . د ترکیې له لارې د روسیې ګاز اروپا بازارونو ته انتقال د ترکیې سربیره د سیمې د اقتصاد سره هم ډیره زیاته مرسته کوي.
لکه څرنګه چې ګورۍ په سیمه کې د شدت او تشنج کچه ډیره لوړه ده. خو ترکیې او روسیې بیا ترمنځه اړیکې بیا د ټولو لپاره نمونه د مثال دي.

https://www.irna.ir/news/83105587

captcha