IQNA

امریکا د تاؤتریخوالو تر ټولو ستره عامله ده

په بغدادکې دجنرال سلیمانی ترور دنړیوالوقوانینوخلاف روزی ده

23:21 - January 12, 2020
د خبر لمبر: 3482675
نړیواله ډله: د چین حکومت په کرتو وئیلی دی،چې په نړیوالو اړیکو کې له زوره او تاؤتریخوالی د استفازې مخالف دی.
د ایکنا راپور له مخې، د تهران د پښتو راډیو له ویبپاڼې څخه په نقل، د امریکا یوه غوره او مشهور نظریه وړاندې کونکی نوام چامسکی هم له هندوستان ټایمز ورځپاڼې سره په خبرو کې وئیلی دی ، د ایران د قدس ځواک د قوماندان جنرال قاسم سلیمانی ترور چې د عراق د حکومتی چارواکو په رسمی بلنې سره دغه هیواد ته په سفر تللی ؤ یو ترهه ګر اقدام او دنړیوالو قوانینو څرګنده خلاف ورزی ده . نوام چامسکی په کرتو دسپینې ماڼۍ کرغیړن اقدامات د نړیوالې سولې لپاره یو جدی ګواښ بللی دی .
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ په ملګروملتو کې د چین دایمی استازی جانګ جون نن په خبری کنفرانس کې ټینګار کړی،د امریکا یو اړخیز،بلاغواړی او تاؤتریخجن چلندونونه او اقدامات ،د نړیوالو اصولو  خلاف ورزی اوتړونونو باندې دسترګو پټول دی .
هغه زیاته کړې،د چین حکومت په کرتو وئیلی دی،چې په نړیوالو اړیکو کې له زوره او تاؤتریخوالی د استفازې مخالف  دی .
په ملګرو ملتوکې د چین دایمی استازی  وئیلی دی ،امنیت شورا د نړیوال امنیت او سولې دساتنې  تر ټولو لومړنی او مهم مسئول اورګان دی او ددغې شورا غړی باید د تاؤتریخوالی د کمولوهڅه وکړی .
داپه داسې حال کې دی چې د امریکا یوه غوره او مشهور نظریه وړاندې کونکی  نوام چامسکی  هم له هندوستان ټایمز ورځپاڼې سره په خبرو کې وئیلی دی ، د ایران د قدس ځواک د قوماندان جنرال قاسم سلیمانی ترور چې د عراق د حکومتی چارواکو په رسمی بلنې سره دغه هیواد ته په سفر تللی ؤ  یو ترهه ګر اقدام او دنړیوالو قوانینو څرګنده خلاف ورزی ده . نوام چامسکی په  کرتو د سپینې ماڼۍ کرغیړن اقدامات د نړیوالې سولې لپاره  یو جدی ګواښ بللی دی .
له دې سره په یووختد امریکا د کانګرس یوه ډیموکراټیک ا ستازی او د ۲۰۲۰کال د ولسمشرۍ دانتخاباتو یوه کاندید تولسی ګابرډ هم پخپل ټولنیز چینل کې،له فکس نیوزخبری چینل سره  مرکه خپره کړې چې په هغې کې ئې وئیلی وو،له جامعې نړیو الې ایټمی موافقې ددغه هیواد ولسمشر ډونالډټرمپ وتل،له ډیپلوماسۍ او د بندیزونوورتیر،له ایران سره د تاؤتریخوالی د زیایتدا عامل  دی.هغه په لویدیځی آسیا کې په تیره بیا د ایران په ضد د ټرمپ د تاؤتریخجنو اقداماتو په باب د سپینې ماڼۍد جنګ غواړی خوی په باب هم خبرداری ورکړی او وئیلی ئې دی،ډونالډټرمپ  ددغه هیواد  د ولس امنیت  ته هیڅ اهمیّت نه ورکوی.
https://parstoday.com/ps/news/world-i87219
captcha