د ایکنا راپور له مخې، د تهران د پښتو راډیو له ویبپاڼې څخه په نقل، د تهران د امام خمینی عیدګاه شاوخوا واټونه هم له لمونځ ګزارو خلکو په ډکیدو دی او خلک په ډ یر پرتم او ولولې سره د لمانځه د آذان د آوریدو په تمه دی .د اسلامی انقلاب معظم لارښود او د مسلمینو ولی امر حضرت آیت ا.. العظمی سید علی خامنه اي نن د تهران په تاریخي او ولولناک جمعې لمانځه کې پخپلو خطبو کې د امریکا په باؤؤ د سپاه پاسدارانو کلک ګوزار د دغه هیواد د سپکوالي اوبې شرمه کیدا لامل وبالۀ او وې فرمائيل ، دغه کلکه او سخته څپیړه په هیڅ شي سره نه جبرانیږي او د هغو بندیزونو زیاتول چې نن سبا ئې امریکا ډنډورې وهي ، د دوي له لاسه ورکړی عزت بیرته نشي ورستنولی .د مسلمینو ولی امر په دغو تاریخي خطبو کې د شهید جنرال قاسم سلیماني او دهغه د مبارزو شهیدانو د پاکو جنازو په دستورو کې د ایران دملت ولولناک شتون او په عین الاسد امریکائي ترهه پوځي مرکز باندې په حملې کې دسپاه پاسدارانو کلک ځواب ، د یوم ا... برخې او ټاکونکي وبللې بللې او روښانه ئې کړه ، د وروستیو اونیو ایام ا... تر اغیز لاندې د راوستو لپاره یوه هڅه ، امنیت شورا ته د ایټمي موضوع د وړاندې کولو لپاره د دایران په ګواښلو کې د اروپا د درو خبیثو حخکومتونو اقدام ؤ.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود ددې خبرې په کولو سره چې اروپایان په حقیقي معنا سره سپک او د امریکا لوبتکې دي ورښانه کړې ، اروپایان په مغزو کې د ایران د ملت په ګونډو کول لري ، چې البته د دوي خو پریګده ، د دوي ارباب او نیکۀ امریکائي حکومت هم ددغه شان کار جوګه نه دی .
د مسلمینو ولی امر د اروپایانو خبرې اترې هم یوه دوکه او تشه ملنډه وبلله او وې وئيل ، هغه جنټلمینان، چې د خبر اترو پر میز کیني ، په حقیقت کې د بغداد د هوائي ډګر هغه ترهه ګر دي چې ِلباس او جامې ئې بدلې کړي دي . .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز د دوهمې خطبې یوه برخه په عربۍ کې ولوستله او د امریکا دو لسمشر په حکم سره ئې دمقامومت دجبهې د یوه ستر ایراني قوماندان او د دعراق د یوه سرښیندونکي مجاهد په ترور کې د امریکایانو بزدلانه جنایت ته په اشارې سره هم وفرمائيل ، دسیمې روښانه برخلیک د امریکا له استکباري سلطې څخه نجات او د صهیونیسټ جنایتکار رژيم له حاکمیّته د فلسطین ژغورل کید ا ده چې د ملتونو په همت سره باید دغې موخې ته د رسیدا وخت لارانزدې شي .
د وي همداراز د سیمې درستو مسلمانو ملتونو ته په خطاب کې ټينګار وکړ،اسلامی نړۍ بایدیوه نوي پاڼه پرانیزي او په ملتونو کې په نفس د اعتماد،مؤمن زړونه او ویښ وجدانونه رابیدار کړي او درست دې پوهه شي، چې دملتونو د نجات یوازینۍ لاره،له دښمن څخه نه ویریدا او کلک استقامت دی .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود روښانه کړې ،د ایران ملت دغه دوه ورځې یعني د مقاومت د شهیدانو د جنازو د دستورو ورځ او دامریکا په مخ د درندې څپیړې ورځ ایام ا... دي او د تاریخ یوه مهمه برخه ئې جوړه کړې ده دا کومې عادي ورځې نه وې . دا چې یو میړنی ملت دا روحیه او توان لري، چې یوه کبرجن او سرزوري جنایتکار حکومت یعني د امریکا په مخ درنده څپیړه وهي ،نو دا د الهي قدرت د لاس نښه ده ، په همدې خاطر دا ورځ د ایام ا.... برخه ده. دغه شپې ورځې پاي ته رسیدلي خو اغیزې ئې د ملتونو په ژوند کې تل پاتې کیږي. د ملتونو روحیه، د ملتونو کړنې، ملتونو لاره ئې مشخصه کړې ده او اغیزې ئې هم تل پاتې شوي دي .
نن سهار وختی راهسې د تهران او شاوخوا سیمو خلک په امام خمینی عیدګاه کې د جمعې لمانځه د اداکولو لپاره حاضر شوی او دغه شمیر شیبه په شیبه هماغه راز په زیاتیدا دی .
د مسلمینو د ولی امر په امامت کې د تهران د نن جمعې لمانځه په اداکولو کې د ګډون لپاره د زلمیانو او ځوانانو شوق او ولوله دستاینې وړ ده،او دتهران د امام خمینی عیدګاه شاوخوا واټونه هم له لمونځّ ګزارو خلکو ډک دی او خلک په ډ یر پرتم او ولولې سره د لمانځه د آذان د آوریدو په تمه وو .