IQNA

له ټرمپ سره د برهم صالح کتنې په دلیل؛

د عراق د ولسمشر سیاسي سلاکار استعفا ورکړه

9:53 - January 23, 2020
د خبر لمبر: 3482721
نړیواله ډله: د عراق د ولسمشر سیاسي سلاکار په سوئیس کښې د داووس په غونډه کښې له ټرمپ ترهګر سره د برهم صالح لید له کبله خپل استفعا ورکړې ده.

د ایکنا راپور له مخې، له السومریه نیوز څخه په نقل، د عراق د ولسمشر سیاسي سلاکار احمد الیاسري له امریکا ولسمشر ډونلډ ټرامپ ترهګر سره د برهم صالح له کتنې ورستو خپله استفعا ورکړه.
د عراق ولسمشر برهم صالح، د چهارشنبه په ورځ په سوئیس کښې د داوس په غونډه کښې له ټرمپ ترهګر سره کتنه او خبرې اترې کړې وې.
د عراق د حزب الله د امنیتي برخې مشر ابو علي العسکري هم د سوئیس په داووس غونډه کښې له ټرمپ ترهګر سره د کتنې په اړه خبرداري ورکولو سره سره وویل: برهم صالح له دغه کتنې سره، د خلکو د غوښتنو په خلاف اقدام کړی او توې شوې پاکې وینې یې هیرې کړي دي.
https://iqna.ir/fa/news/3873645

captcha