
د ایکنا راپور له مخې، د تهران پښتو راډیو له ویبپاڼې څخه په نقل، المیادین ټيلیویژنی چینل راپور ورکړ د یمن د انصار ا... ولسی مبارز غورځنګ ویندوي محمد عبدالسلام په عراق کې د امریکا له پوځي شتون سره په مخالفت کې د عراق د ولس د میلیوني لاریون په بشپړ ملاتړ او قدرونې سره وئيلي دي ، درست عربی ملتونه باید د عراق د ملت په دغه اقدام کې بشپړ ملاتړ وکړي . د یمن د انصار ا.. .ولسی غورځنګ ویندوی د عربو هیوادونو پر ځینو مشرانو هم غږ وکړ ،په حقیقي خپلواکۍ پسې دې شي او له امریکا او اسرائيلو سره له ارتباط او اړوندوالي دې تیر شي .
د عراق بغداد پرون سهار وختي راهسې په دغه هیواد کې د امریکا د نیواکګرۍ له دوام سره په مخالفت کې د عراق د ولس دشتون تر ټولو بې مخینې صحنې نندارې ته وړاندې کړې او پخپل میلیوني لاریون سره ئې وښودله چې هیڅکله هم د نیواکګرۍ او د سلطې په وړاندې غلي نشي کیښناستلی او دخپل هیواد خاوره به له نیواکګرو او سلطه غواړو پاکه کړي.
راپورونه ددې ښودنه کوي،چې دعراق د ولس پرونۍ میلیوني لاریون په درستې سیمې او نړۍ کې ډير زیات انعکاس درلودلی او زیاتره خپلواکه ملتونو او ټولنود امریکا دنیواکګرۍ په ضد دعراق د ولس ددغو میلیوني مظاهرو بشپړ ملاتړ کړی او دا ئې د امریکا د استعمارګر قدرت په مخ یوه بله درنده څپیړه بللې ده.
https://parstoday.com/ps/news/middle_east-i87506