IQNA

د عراق فتح ائتلاف:

له عراق څخه د امریکایانو د شړلو قانوني بهیر به تعقیب کړو

0:16 - January 26, 2020
د خبر لمبر: 3482727
نړیواله ډله: د عراق په پارلمان کښې د فتح ائتلاف غړي آمرلي تقي مهدي ټنیګار وکړ: دا ائتلاف به له دغه هیواد څخه د امریکایې ځواکونو د ویستلو قانوني بهیر به تعقیب کړو.
د ایکنا راپور له مخې، د المعلومة خبرونو له ویبپاڼې څخه په نقل، د عراق په پارلمان کښې د فتح ائتلاف غړي آمرلي تقي مهدي دې بیان سره چې هغه کسان چې وایې امریکا له ترهګرو او داعش سره مقابلې لپاره عراق ته راغلې ده، په سختې ناپوهی کښې دي. څرګنده کړه: امریکا په ۲۰۱۴ کال کښې عراق ته راغلې وه او د هغې له داعش سره د مقابلې خیال حقیقت نه لري.
هغه زیاته کړه: هغه کسان چې د امریکې شاته پټ دي، له ناامیدی سره به مخامخ شي او هغې ته وایو چې مونږ به د عراق له مځکې د تیرې کوونکې امریکا د ویستلو قانوني بهیر به تعقیب کړو.
آمرلي دې ټینګار سره چې داعش ته ماتې عراقیانو ورکړه نه امریکایانو یا نړیوال ائتلاف، وویل: د امریکا د ځواکونو او په عراق کښې د بهرنیو شتون مطلوب نه دي او مونږ به له خپل هیواد څخه ملاتړ کوو.
https://iqna.ir/fa/news/3874019
captcha