IQNA

په امریکا کښې د حجاب لرونکې لوبډلې بریالي

16:50 - January 26, 2020
د خبر لمبر: 3482728
نړیواله ډله: د امریکا په میلواکي ښار کښې د مسلمانانو نجلیو حجاب لرونکې د باسکټبال لوبډله په خپله مځکه کښې د بریالو او مهارت له کبله د هیواد په کچه مشهور شوه.

د ایکنا راپور له مخې، له fox6now څخه په نقل، په میلواکی کښې د اسلامي مدرسې سلام، چې د امریکا په ویسکانسن ولایت کښې واقع ده او د دغه هیواد له هغه اسلامي مدرسو ده چې د باسکټبال لوبډله لري.
د دغه مدرسې حجاب لرونکې نجلیو باسکټبال لوبډله د خپل مهارت او په خپله مځکه کښې په بریاليتوب د هیواد په کچه شهرت لري. د باسکټبال د دغه لوبډلې نجلۍ په بشپړه توګه حجاب سره لوبه کوي.
د دغه باسکټبال لوبډلې یوه نجلۍ اسراء سلیم چې په مدرسه کښې په یولسم کلاس کښې زدکړې ترلاسه کوي، وایې: خلک مونږ ته حیرانیږي او زه غواړم چې هغې ته ثابت کړم غلط کوي.
غواړم هغې ته په نښه کړم چې مونږ له حجاب سره لوبه کولې شو. حجاب هغه څیز دی چې د همدردۍ او زمونږ د لوبډلې د یووالي سبب ګرځي.
یو بلې لوبغاړې امیر جابره وویل: مونږ د یوې مسلمانانې نجلۍ په توګه د غلط باورونو له مینځه وړلو په حال کښې یو.
ډېر ښکلې حس لرو چې خلکو ته څرګنده کړو چې یو ځانګړې مهارتونه لرو.
د دغه لوبډلې مربي کسیدی ماکاک وایې: خیال کوم هغه کار چې دغه نجلۍ یې ترسره کوي ځانګړې او فوق العاده دې. له دوې تیرو کلونو څخه ملاتړ نه کېدو خو اوس ټول له هغې ملاتړ کوي او د ټولو رضایت د هغوي له مسکان سره کتلې شو.
دغه نجلۍ په حقیقت کښې له هغه کسانو سره چې اسلام سره پیژنګولي نه لري مرسته کوي چې له کلتور او ورزش سره د هغوي مینه درک کړي. تراوسه دغه لوبډله ډېر مینه وال لري او له نورو بریالیتوبونو سره به د لوړو کچو په سیالو کښې بریالی هم ترلاسه کړي.
https://iqna.ir/fa/news/3874330/

captcha