IQNA

21:28 - January 29, 2020
د خبر لمبر: 3482742
نړیواله ډله: د ترکې ولسمشر په مینځنې ختیځ کښې د سولې طرحه چې ډونلډ ټرمپ ترې د سه شنبه په ورځ پرده اوچته کړه، بالکل د نه منلو وړ وباله.

د ایکنا د راپور له مخې، له ډیلي سټار څخه په نقل، د چهارشنبه په ورځ رچب طیب اردوغان ټینګار وکړ چې بیت المقدس د مسلمانانو لپاره مقدس دی او هغه اسرائیلو ته سپارل په هیڅ ډول د منلو وړ نه لري.
هغه زیاته کړه: په دغه طرحه کښې د فلسطینیانو له حقوقو سترګې پټې شوي او هدف یې اسرائیلو ته مشروعیت ورکول دي.
د لبنان د پارلمان مشر نبیه بري هم د ټرمپ دغه طرحه وغندله او هغه یې د فلسطینیانو د حقوقو د معاملې لپاره رشوت وګڼلو.
د ټرمپ لخوا د پیړۍ د معاملې نومې د خپلې طرحې پرده اوچتول له پراخو غبرګونونو سره مخامخ شوې د سیمې ډیری هیوادونو دا رد کړې ده.
https://iqna.ir/fa/news/3875116

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر: