د ایکنا راپور له مخې، د تهران پښتو راډیو له ویبپاڼې څخه په نقل، د دغې خونې ویاند جان اقا نوید وویل، هغه هوايي شرکتونه چې چین ته د افغانستان صادرات لېږدوي، د کرونا وایرس د خپراوي له املهیې خپل پروازونه ځنډولي دي.هغه زیاته کړه: "د ترکش الوتکو چې زموږ هوايي کارګو انتقالوله، ویلي چې خپل پروازونهیې ځنډولي دي، زموږ زیات هوايي صادرات د ترکش ایر په وسیله ترسره کېږي."
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې اندېښنه څرګنده کړې چي که وضعیت همداسې دوام وکړي، چین سره به د دغه هېواد په سوداګریزو راکړو ورکړو باندې بده اغېزه پرې باسي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو پر بنسټ په کلني ډول د افغانستان او چین ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه، یو میلیارد او ۵۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي.
https://parstoday.com/ps/news/world-i87739