د ایکنا راپور له مخې، د تهران پښتو راډیو له ویبپاڼې څخه په نقل، د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس ویندوي حازم قاسم نن سهار وختي په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي غزې تړانګې ته د فتح غورځنګ د مرکزي کمیټې د دوو لوړپوړو مسئولانو اسماعیل جبر او روحي فتوح له پروني سفره وروسته له نورو فلسطینیو ډلو سره د پنځه اړخیې ناستې د ترسره کیدا لپاره د حماس او فتح غورخنګونو ترمینځ موافقه شوې ده .
د فتح غورځنګ ویندوي آییاد نصر هم غزې ته ددغه غورځنګ د مشرانو دسفر موخه دغزې تړانګې په لارې کې د خنډونو لیرې کول او د حماس له مشرانو سره خبرې اترې بللي او وئيلي ئې دي د فلسطین ملت او مبارزې ډلې باید سره متحدې شي او د فلسطین دموضوع په ضد له موجوده چیلنجونو سره د مقابلې لپاره ګډې لارې چارې پر مخ بوځي .
د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ له خوا د پيړۍ د معاملې د مخکتنې سپير اقدام د فلسطین ددرست ولس او دنړۍد ډيرو هیوادونو له سختو اعتراضونو او مخالفتونو سره مخامخ شوی دی .
https://parstoday.com/ps/news/middle_east-i87830