IQNA

کرونا د کویت قرآني مرکزونه بند کړل

1:53 - February 28, 2020
د خبر لمبر: 3482837
تهران(ایکنا) - د کویت قرآني مرکزونه د کرونا د ویروس د خپریدو مخنیوي له کبله د دغه هیواد د دیني چارو د وزارت لخوا تعطیل شو.

د کویت د دیني چارو او اوقاف وزارت نن، د فروري په ۲۸نیټه د دغه وزارت د ټویټر په پاڼه باندې خبر وکړ: له نن څخه د اسلامي مطالعاتو او قرآني مرکزونه د کورونا د ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره تر دوو رځو بندیږي.
دې وزارت همداشان د دغه هیواد د جمعې لمونځ ورکوونکو خطیبانو څخه غوښتنه کړې چې د جمعې په خطبو کښې د کورونا د خطرو او په دغه زمینه کښې د حکومت لارښودو او حکمونو ته زیات ارښت ورکړي.
د کویت حکومت همداشان د کورونا ویروس سره مقابلې لپاره د دغه هیواد پوهنتون او مدرسې د دوو اونو لپاره تعطیل کولو خبر ورکړی دی.
د وروستیو شمیر پر اساس په کویت کښې د کرونا په ویروس باندې د ککړو شمیر تر ۲۵ کسانو اعلان شوی چې په روغتون او روغتیایې مرکزونو کښې ترې څارنه کېږي.
3881853

captcha