IQNA

د چین د متخصصو ډاکټرانو یوه ډله تهران ته راورسیده

16:38 - February 29, 2020
د خبر لمبر: 3482842
تهران (ایکنا) - دچین خارجه وزیر وانګ ئي هم پرون داسلامی ایران له خارجه وزیر محمد جواد ظریف سره په ټيلیفوني تماس کې په ایران کې د کرونا ویروس په خپریدا دخواشینۍ په ښودلو سره ایران ته د لازیاتو تخصصي مرستو د لیږد او له کرونا ویروس سره دمبارزې د رودو او درملنې او دعلمي ملګرتیا لپاره د چین چمتووالی اعلان کړی ؤ .
 له ایران سره د کرونا ویروس په ضد په مبارزې کې دطبي مرستو له نوي جوپې سره  د چین د متخصصو ډاکټرانو یوه ډله هم نن تهران ته راورسیده.
 په ایران کې د چین سفیر چانګ هوا  پرون هم  ایران ته د چین د مرستو د لومړنۍ جوپې  د رارسیدو خبر ورکړی ؤ .
 تیره اونۍ په تهران کې د چین  سفارت وئيلي دي ،  ایران ته به د کرونا د نوي ویروس دمعلومونې  پنځه زره کیټونه  او  همداراز  دوه نیم لکه ماسکونه  ولیږدوي .
 دچین خارجه وزیر وانګ ئي هم پرون  داسلامی ایران له خارجه وزیر محمد جواد ظریف سره په ټيلیفوني تماس کې  په ایران کې د کرونا ویروس  په خپریدا دخواشینۍ په ښودلو سره ایران ته   د لازیاتو تخصصي مرستو د لیږد او له کرونا  ویروس سره دمبارزې  د رودو او درملنې  او دعلمي ملګرتیا  لپاره د چین  چمتووالی   اعلان کړی  ؤ .
captcha