د امریکا او طالبانو ترمنځ "افغانستان ته د سولې راوستلو تړون" د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر لهخوا لاسلیک شو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هم په دغو مراسمو کې ګډون درلود.
روېټرز خبري اژانس د طالب چارواکو په حواله ویلي چې د دوی ۳۱ کسیز پلاوی هم دغو مراسمو کې د ګډون لپاره دوحې ته رسېدلی دی.
دوی دا نهدي ویلي چې دا پلاوی یې له کومه ځایه دوحې ته تللی، خو د طالبانو ډېر مشران د پاکستان په کوټه او پېښور کې مېشت دي.
که څه هم د دواړو لورو ترمنځ د لاسلیک شوي تړون جزئیات څرګند نهدي، خو چارواکي وایي له مخې بهیې په لنډ وخت کې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر شااوخوا اته زرو ته راکم شي او طالب لوری به امریکا ته ډاډ ورکوي چې تر واک لاندې سیمو څخه بهیې پر امریکا او متحدانو یې بریدونه نهکېږي.
ټاکل شوې ده چې د امریکې او طالبانو ترمینځ د صلحې د موافقې له لاسلیکیدو وروسته د افغانستان د حکومت د استازو او طالب ډلې ترمینځ بین الافغاني خبرې اترې پیل شي.
امریکې او طالبانو دوه اونۍ مخکښې د تاوتریخوالي د کمولو موافقه لاسلیک کړه څو د هغې د کامیابۍ په بڼه کښې، ورپسې د صلحې موافقه لاسلیک کړي. د تشدد او تاوتریخوالي د کمي د موافقې اجرا د فرورۍ له دوویشتمې پیل شوه. په عین حال کښې اټکل کیدی شي چې حتی د امریکې او طالبانو ترمینځ د دوحې د موافقې د لاسلیکیدو په بڼه کښې، د افغانستان بې ثباته وضعې ته په پام سره دغه موافقه د اجرا په مرحله کښې له ډیرو ننګونو او ستونزو سره مخامخ شي. د دې په ترڅ کښې چې په افغانستان کښې د امریکې پوځي شتون د ناامنۍ له زیاتیدو، د ترهګرۍ له پراختیا، د ملکي خلکو له وژلې او هم د نشه ایزو توکو د تولیدو او مالي فساد له زیاتیدو پرته بله نتیجه نه ده لرلې.
تهران پښتو راډیو