د افغانستان او امریکې په ګډه خبرپاڼه کښې چې پرون په کابل کښې خپره شوه، امریکې په افغانستان کښې پایدارې او هراړخیزې صلحې ته د رسیدو لپاره د ملګرتیا او مرستې ژمنه کړې ده.
د کابل له خوا د امریکې او د هغې د انډیوالانو د امنیت خلاف د ترهګرو ډلو او کسانو له خوا د افغانستان د خاورې د نه استعمالیدو ضمانت، له افغانستانه د ټولو امریکايي عسکرو او د نړیوال ائتلاف د ځواکونو د وتلو لپاره د مهال ویش ټاکل،د هراړخیز اوربند د برابرولو څرنګوالی او سیاسي موافقې ته د افغانستان د حکومت او طالبانو رسیدل د دغې ګډې بیانیې څلور اصلي چورلیزونه بیان شوې دي.
د ویلو ده چې د یو کال له کوټلو خبرواترو وروسته او په افغانستان کښې د جنګ د بندیدو په هکله د اندیښنو له شتون سره سره امریکې او طالب ډلې په دوحه کښې د صلحې موافقه لاسلیک کړه.
د دغې موافقې له مخې وټاکلې شوه چې امریکايي او نور بهرني ځواکونه په افغانستان کښې د تاوریخوالي په کمولو باندې د طالبانو د پابندۍ په شرط، په راتلونکو څوارلسو میاشتو کښې په بشپړه توګه له افغانستانه ووځي.