له آناتولي خبري آژانس څخه په نقل، په حلب کشې د سوریې النیرب پوځي هوائي ډګر، د ترکي د پوځ د خپلو بریدونو هدف ګرځولی دی.
د ترکیې د دفاع وزیر خلوص اکار له دې مخکښې خبر ورکړی وو چې آنکارا به په ادلب باندې د پوځي دریځ او په څارنو مرکزونو د هر ډول بریدونو ځواب ورکړي.
همداشان د ترکیې پوځ په ادلب کښې دوه جنګې الوتکې نسکورې کړې دي.
د سوریې په شمال کښې د دمشق او انکارا په تاوتریخوالۍ او نښتو کښې ، تراوسه د ترکیې د پوځ لخوا په هوائي برید کښې ۳۳کسان مړه شوې دي.
3882488