IQNA

20:03 - March 01, 2020
د خبر لمبر: 3482851
تهران (ایکنا) - له سانا څخه په نقل، د ترکیې پوځ نن یکشنبې باندې د سوریې دوه جنګې الوتکې د دغه هیواد په ادلب ولایت کښې خپل هدف ګرځولي دي.

د دې راپور پر اساس، د دغه جنګې الوتکو دواړه پیلوټان د الوتکو له نسکوریدو څخه مخکې ځان ایجکټ کولو بریالي او پیراشوټ سره راښکته شوي دي.
د سوریې د دفاع وزارت وېلې دي چې نسکورې شوې الوتکې سوخو ۲۴ وې.
د ترکیې وزارت هم د سوریې د دوو جنګې الوتکو د نسکورولو خبر تاییدولو سره خبر ورکړ چې دا برید د دغو جنګې الوتکو لخوا د ترکې په یو بې پیلوټې الوتکې له برید څخه وروستو ترسره شوی وو.
3882482

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر: