IQNA

په پاکستان کښې په کورونا ککړ پنځم کس تایید شو

16:18 - March 03, 2020
د خبر لمبر: 3482855
تهران(ایکنا) - د پاکستان چارواکو نن د کورونا د بیمارۍ یو نوې آزمایښت مثبت اعلان کړ چې په دې ترتیب، په پاکستان کښې په دې بیمارۍ د ککړو شمېر تر پینځو کسانو تایید شوی دی.

له رویترز څخه په نقل، د پاکستان د درملنې او روغتیا وزیر ظفر میرزا نن سهار په خپل ټوئیټ کښې لیکلي: مونږ تراوسه په هیواد کښې د کووید ۱۹ پنځه تایید شوي ککړ لرو.
هغه د زیاتو توضیحاتو بیانولو په ډډې سره زیاته کړه: د بیمارانو حال ښه دی او په ښه توګه درملیږي.
هغه زیاته کړه: ویې ویل چی په پاکستان کی په کر ونا د اخته کسانو شمیر ۵ ته زیات شوې دې .
د دغه راپور په اساس دا پینځم مورد په ګلګت کې د ۴۵ کلنې ښځې په بیمارۍ سره تائید شوی دی .

 

captcha