IQNA

13:14 - March 08, 2020
د خبر لمبر: 3482871

د حضرت امام علي (ع) نیکمرغه زوکړه دې ټولوته مبارک وي

تهران (ایکنا) - نن د ۱۴۴۱ هجري قمري کال د رجب یا بزرګې د میاشتې دیارلسمه نیټه د حضرت امیر المومنین امام علي علیه السلام د ولادت کلیزه ده.

د حضرت امام علي (ع) نیکمرغه زوکړه دې ټولوته مبارک وي

په نن ورځ حضرت امام علي بن ابي طالب علیه السلام په خانه کعبه کښې دنیا ته راغی او له وړوکوالي یې د اسلام د ګرانقدره پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) په خوا کښې پالنه او روزنه وشوه.

امیرالمومنین علي علیه السلام لومړنې هغه کس وو چې په اسلام یې ایمان راوړه او د رسول الله مبارک له خوا د اسلام دسپیڅلي دین د تبلیغ او دودولوپه ټولو پړاؤنو کښې د هغه حضرت ترټولو نزدې او اصلي ملاتړی و.

د امام حضرت علي علیه السلام د زوکړې په کلیزه کښې د نړۍ درست شیعه مسلمانان په جشن او خوشحالیو کښې ډوب دي.
مونږ هم په دې مناسبت د نړۍ درستومسلمانانو ، ازادی غواړو په تیره تاسو ګرانو میناوالو ته مبارکي وړاندی کوو.

captcha