IQNA

20:57 - March 09, 2020
د خبر لمبر: 3482874
نن ترسره کېږي

په الازهر کښې «کرونا؛ استرس که ساده توب» سیمنار

تهران (ایکنا) - د الازهر د هلکانو برخې طب پوهنځي په الازهر کښې «کرونا؛ استرس که ساده توب» سیمنار ترسره کولو خبر ورکړ.

په الازهر کښې «کرونا؛ استرس که ساده توب» سیمنار

له البوابة نیوز څخه په نقل، دا سمینار د الازهر پوهنتون د اسلامي اقتصاد مرکز «صالح کامل» په کنفرانسونو انګړ کښې ترسره کېږي او د الازهر د بیلابیلو پوهنځو استادان به په دغه سمینار کښې ګډون کوي.
د الازهر د پوهنتون د مشر ځای ناستی او د دغې پوهنتون د طب پوهنځي مشر محمود صدیق څرګنده کړه: سمینار نن د الازهر د پوهنتون مشر محمد المرصاوي د څارنې لاندې ترسره کېږي او د میکروبیولوژی او د الازهر د طب پوهنځي ایمونولوژی پوهاند احمد عثمان الکفراوي، به په دغه سمینار کښې د کورونا ویروس په اړه وینا کوي.
هغه زیاته کړه: د الازهر د طب پوهنځي د نبض د ناروغیو د څانګې مشر محمد صدقي، هم د کورونا د ناروغیو د نښو او علائمو په اړه وینا کوي او د دغې پوهنځي د عمومي روغتیا څانګې مشر اسامه فاخر به د دې نارغیو مخنیوی په اړه توضیحات وړاندې کوي.

3884201

captcha