له روسیا الیوم څخه په نقل، په عراق کښې د کورونا ویروس د خپریدو د مخنیوي ځانګړې کمیټی، په یوه بیانیه کښې ټینګار وکړ: په هیواد کښې د کورونا د ویروس له خپریدو څو اونۍ وروستو او د دغه ناروغی له سببه د یو شمیر هیوادوالو مرګ، زمونږ شفل، اخلاقي او ملي مسؤولیت پر مونږ ضروري کړې ده چې له اوسه د عراق ولس د مړو او ککړو کسانو د شمیر په اړه خبر کړو.
دې کمیټې زیاته کړه: د روغتیا عمومي قانون او د روغتیا د نړۍ سازمان د بیلونو پر اساس او د دغه ناروغی د مخنیوي لپاره هر قسمه غونډه د دې ویروس د خپرولو تر ټولو خطرناک اقدام ګڼلې کېږي. نو ټینګار کوو چې دا اقدامات دې دوام ولري او هر قسمه غونډه جوړول ممنوع دي.
په دغه بیانیه کښې راغلې: هر ډول ورزشي او مراسمو غونډو باندې هم بندیز دی او ښاریزو ته څرګنده کوو چې د عزاداری او خوشحالی هر ډول مراسم جوړول هم ممنوع دي.
د عراق د کورونا ویروس د خپریدو د مخنیوي ځانګړې کمیټی، له هغه کسانو چې له چین، ایران، ایتالیا، کره جنوبی، ژاپن، تایلند، سنگاپور، کویت او بحرین هیوادونو څخه عراق ته راځي ترې غوښتنه کړي چې تر ۱۴ ورځو پورې په کورونو کښې قرنطینه شي تر څو د روغتیا د وزارت ځانګړي متخصص ډاکټران د دوي په کورونو کښې تري معاینه وکړي.
3884282